د افغانستان په اوو ولایتونو کښې خلکو ته پاسپورټونه ورکول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108078-د_افغانستان_په_اوو_ولایتونو_کښې_خلکو_ته_پاسپورټونه_ورکول_کیږي
له راتلونکې اونۍ څخه د افغانستان په اوو ولایتونو کښې د پاسپورټونو ورکړه پیلیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2021 04:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اوو ولایتونو کښې خلکو ته پاسپورټونه ورکول کیږي

له راتلونکې اونۍ څخه د افغانستان په اوو ولایتونو کښې د پاسپورټونو ورکړه پیلیږي.

د افغانستان د پاسپورټ ادارې سرپرست علم ګل حقاني پرون وویل: هڅه کوو چې راتلونکې اونۍ په اتو مهمو ولایتونو کښې د پاسپورټ جوړول پيل کړو او ورپسې به دغه کار په ټولو ولایتونو کښې شروع کړو.

البته د یادو اتو ولایتونو نومونه یې وانه خیستل او په اړه یې نور جزئیات هم بیان نه کړل.

د افغانستان د پاسپورټ د ادارې سرپرست وویل چې د جعلي اسنادو وړاندې کولو او د مراجعینو له حده زیات رش د دغې ادارې کارکونکو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي.

په افغانستان کښې د طالبانو له خوا د قدرت له نیولو وروسته په دغه هیواد کښې د پاسپورټ د جوړیدو بهیر بند شوی دی خو نوي حکومت دغه بهیر بیرته پیل کړی دی.