طالبانو پوځي محکمه جوړه کړه
په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د امنیتي ارګانونو د مسئولانو خلاف د دغه هیواد د خلکو په شکایتونو د غور لپاره پوځي محکمه جوړه کړه
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د ویاندوي مرستیال انعام ا... سمنګاني نن وویل: د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په حکم پوځي محکمه جوړه شوې ده.
هغه د دغې محکمې د غړو په هکله زیاته کړه چې «مولوی عبیدالله نظامی» د دغې محکمې مشر او «مولوی سید آغا» او «مولوی زاهد اخوندزاده» یې قاضیان دي.
د سمنګاني په وینا، دغه محکمه د شکایتونو، دعوو او عریضو جاج اخلي او بیا شرعي احکام صادروي او د طالبانو د مشر له تایید وروسته اجرايی کیږي.
په عین حال کښې د طالبانو د تصفیې د کمیشن یو غړي د روانې اونۍ په اوایلو کښې ویلي چې د دغه کمیشن له جوړیدو راهیسې د طالبانو هغه کابو ۲۰۰ غړي چې له قدرته د ناوړه استفادې شک پرې کیده، ایستل شوي دي.