قطربه په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو ساتونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108238-قطربه_په_افغانستان_کې_د_واشنګټن_د_ګټو_ساتونکی_وي
دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • قطربه په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو ساتونکی وي

دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.

 

امریکا او قطر موافقه وکړه چې قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو دیپلوماتیک استازندوی وي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز ته د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.

په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې قطر یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوحه په افغانستان کې د امریکا او طالب حکومت ترمنځ له رسمي تماسونو سره د مرستې لپاره د امریکا د دیپلوماتیکو ګټو د ساتونکي رول لوبوي.

امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر له باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په یوه خبري غونډه کې موافقه اعلان کړي.