افغانستان کښې سر له نن څخه د پاسپورټونو ورکول پيلیږي
Nov 14, 2021 02:38 Asia/Kabul
د طالبانو د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو د وزارت د پاسپورټ د ادارې مشر وویل: سر له ننه د هیواد په اوو ولایتونو کښې د پاسپورټ د صادریدو بهیر پیلیږي
د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ادارې مشر علم ګل حقاني پرون خبریالانو ته وویل: په وړومبي پړاؤ کښې ټاکل شوې چې په ننګرهار، قندهار، هرات، بلخ، قندوز، خوست او پکتیا ولایتونو کښې د پاسپورټ د صادریدو بهیر پيل شي.
هغه زیاته کړه: ټاکل شوې چې دغه بهیر د هیواد په نورو ولایتونو کښې هم پیل شي او موخه یې د پوسپورټ ادارې مراجعینو ته د اسانتیا برابرول دي.
حقاني وویل چې په کابل کښې به په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره د نوم لیکنې بهیر هم ډیر زر پیل شي.
هغه ټینګار وکړ، د پاسپورټ په ورکولو کښې هغه کسان وړومبیتوب لري چې له دې مخکښې یې آنلاین فارمونه بشپړ کړي دي.
ټیګونه