د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې ترمینځ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108294-د_طالبانو_او_د_ملي_مقاومت_د_جبهې_ترمینځ_نښته_شوې
د طالبانو او د افغانستان د شمال په کاپيسا ولایت کښې د ملي مقاومت د جبهې په نامه وسله والو ترمینځ شوې نښتې کښې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 04:12 Asia/Kabul
  • د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې ترمینځ نښته شوې

د طالبانو او د افغانستان د شمال په کاپيسا ولایت کښې د ملي مقاومت د جبهې په نامه وسله والو ترمینځ شوې نښتې کښې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کاپيسا ولایت کښې د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د مقاومت جبهې په نامه کسانو وړمه ورځ په دغه ولایت کښې د طالبانو په اډو باندې دوه ځلې بریدونه وکړل چې له امله یې نښته جوړه شوه او دواړو خواو ته په کښې د سر تاوانونه ورسیدل.

ویل کیږي چې په دغې نښتې کښې د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی افسر جعفر سنجني هم وژل شو خو ځینو رسنیو ویلي چې سنجني طالبانو د هغه په کور کښې چلماري کړی دی.

په کاپيسا کښې د طالب ډلې مسئولانو هم دغه حملې تایید کړې دي او هغه یې د غیرمسئولو وسله والو کسانو حملې نومولې دي.

په کاپيسیا کښې له دې مخکښې هم د افغانستان د مقاومت د ملي جبهې او طالبانو ترمینځ دا ډول نښتې شوې دي.