په افغانستان کښې د امنیت ټینګول د طالبانو ډیر مهم اقدام دی
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت ویاندوي په دغه هیواد کښې د امنیت ټینګول د طالبانو ډیر مهم اقدام وباله
ذبیح ا... مجاهد پرون په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط وروسته د رامینځته شویو بدلونونو په هکله وویل: په تیرو سلو ورځو کښې په ټول هیواد کښې د امنیت د تامینولو په شمول ډیر مهم کارونه ترسره شوي دي.
د طالبانو د لنډمهاله حکومت ویاند هم داشان په ټول افغانستان کښې د بشپړ امنیت د ټینګولو لپاره د هلوځلو په دوام باندې ټینګار وکړ.
مجاهد هم داشان زیاته کړه چې د معلمان او کارمندانو حقوق به ډیر زر ورکړې شي.
د ویلو ده چې امریکې په افغانستان کښې د خپل شل کلن شتون او نیواک په دوران کښې د دغه هیواد اقتصادي بیخ بیناؤ په نابودولو سره د آګست د میاشتې په وروستیو کښې په ماتې او سرزوړۍ سره له دغه هیواده ووتله.