په افغانستان کې د کوکنارو تولید زیات شوې دې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108408-په_افغانستان_کې_د_کوکنارو_تولید_زیات_شوې_دې
په عین حال کې د طالبانو د کلتوری کمیشن غړی انعام ا... سمنګانی وایی دغه ډله له نړیوالې ټولنې او بیلا بیلو نړیوالو ادارو سره غږمله د کوکنارو د کر په ځای د بل څه کرلپاره کوشش کوی . هغه په دې زمینه کې ترسره شویو اقداماتو ته کومه اشاره نده کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2021 09:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کوکنارو تولید زیات شوې دې

په عین حال کې د طالبانو د کلتوری کمیشن غړی انعام ا... سمنګانی وایی دغه ډله له نړیوالې ټولنې او بیلا بیلو نړیوالو ادارو سره غږمله د کوکنارو د کر په ځای د بل څه کرلپاره کوشش کوی . هغه په دې زمینه کې ترسره شویو اقداماتو ته کومه اشاره نده کړی .

د ملګرو ملتو د راپور له مخې د افغانستان په جنوبی سیمو لکه کندهار او هلمند ولایتونو کې د تیر کال په پرتله د کوکنار تولید په اوڅاره توګه زیات شوې دې .

طلوع نیوز د کندهار د یوه کروندګر محمد والی له قوله وایی د سږکال له وچکالۍ سره سره زمونږ لپاره د کوکنارو کر مناسب دې ځکه چی ډیرې کورنۍ ستر پورونه لری او بل کوم کار روزګار نلري .

په عین حال کې د طالبانو د کلتوری کمیشن غړی انعام ا... سمنګانی وایی دغه ډله له نړیوالې ټولنې او بیلا بیلو نړیوالو ادارو سره غږمله د کوکنارو د کر په ځای د بل څه کرلپاره کوشش کوی . هغه په دې زمینه کې ترسره شویو اقداماتو ته کومه اشاره نده کړی .

له ۱۹۹۶ او تر ۲۰۰۱ کلونو کې چی طالبانو په افغانستان کې قدرت درلوده ، د دغه ډلې د حکومت د عاید اصلی سرچینه د نشه ایزو موادو  تولید او قاچاق وه .

په افغانستان کې د امریکایانو په دو لسیزو شتون کې هم په دغه هیواد کې د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق نه یوازې کم نشو بلکې له ۲۰۰۱ میلادی کال وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو د تولید اندازې ریکارډ مات کړ او نهه زره ټنو ته ورسید .