طالبانود داعش پرضد پراخ عملیات پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108416-طالبانود_داعش_پرضد_پراخ_عملیات_پیل_کړل
طالب چارواکو نن د نوموړیو عملیاتو د پیل په تاییدولو سره د دغو عملیاتو هدف د دغې ډلې تباه کول اعلان کړی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2021 11:05 Asia/Kabul
  • طالبانود داعش پرضد پراخ عملیات پیل کړل

طالب چارواکو نن د نوموړیو عملیاتو د پیل په تاییدولو سره د دغو عملیاتو هدف د دغې ډلې تباه کول اعلان کړی دي .

 

له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی طالب چارواکو نن د نوموړیو عملیاتو د پیل په تاییدولو سره د دغو عملیاتو هدف د دغې ډلې تباه کول اعلان کړی دي .

له بلې خوا په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت سرپرست وايي چې د دغه هیواد کابو اویا سلنه سیمې د داعش ترهګرې ډلې له غړو پاکې کړې شوې دي

امیر خان متقي په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف د طالبانو د اقداماتو په هکله وویل چې د هیواد پاتې ۳۰ فیصده خاوره به هم په راتلونکي کښې د داعش له غړو پاکه شي.

د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست دې ټکي ته په اشارې سره چې داعش په افغانستان کښې جدي ګواښ نه دی، زیاته کړه: هغوي پوځي قدرت نه لري خو د دغې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات روان دي.

د ویلو ده چې په قندهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف د طالبانو په عملیاتو کښې د یادې ډلې څلور غړي وژل شوي او ۱۰ نور یې ژوندي ونیوې شول. د ویلو ده چې په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې څو ترهګرې حملې او چاودنې وشوې چې د زیاترو پړه داعش منلې ده.