د نړۍ هیوادونه دې د افغانستان له خلکو سره مالي مرستې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108462-د_نړۍ_هیوادونه_دې_د_افغانستان_له_خلکو_سره_مالي_مرستې_وکړي
د ناروی د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ له مرسته کونکو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • د نړۍ هیوادونه دې د افغانستان له خلکو سره مالي مرستې وکړي

د ناروی د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ له مرسته کونکو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي

د ناروی د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ له مرسته کونکو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي

انیکن هویټفیلډ د افغانستان له اړمنو خلکو سره د خپل هیواد ۲۳ میلیون ډالري مرستې ته په اشارې سره، د نړۍ له مرسته کونکو هیوادونو وغوښتل چې له ملګرو ملتو سره په ملګرتیا کښې، د افغانستان بې وزلو کسانو ته نقدې پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې نور هیوادونه دې هم په دې بهیر کښې په ونډه اخیستو سره په افغانستان کښې د یو سخت انساني کړکیچ او زورورې قحطۍ مخه ونیسي.

د خوړو نړیوال پروګر ام په دې وروستیو کښې رپورټ ورکړی چې د افغانستان ۲۴ میلیونه خلک چې کابو ۶۰ فیصده نفوس یې دي، له سختې لوږې سره مخامخ دي. دغه نړیوال ارګان خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پاې پورې به د افغانستان ۹۷ فیصده خلک د بې وزلې تر کرښې لاندې لاړ شي  او کابو ۳.۲ میلیونه له پنځو کالو د کم عمر کسان به په سختې خوارځواکۍ ککړ شي.