ترکیه لاهم د کابل د هوايي ډګر د کنټرولولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108468-ترکیه_لاهم_د_کابل_د_هوايي_ډګر_د_کنټرولولو_هڅه_کوي
د ترکیې دفاع وزیر د کابل د نړیوال هوايي ډګر مدیریت د افغانستان د خلکو لپاره یوه مهمه مسئله وبلله.
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Nov 17, 2021 11:40 Asia/Kabul
  • ترکیه لاهم د کابل د هوايي ډګر د کنټرولولو هڅه کوي

د ترکیې دفاع وزیر د کابل د نړیوال هوايي ډګر مدیریت د افغانستان د خلکو لپاره یوه مهمه مسئله وبلله.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار په خپلو وروستیو څرګندونو کښې د کابل د هوايي ډګر د اداره کولو په هکله له قطر سره د صلاح مشورو د دوام خبره کړې ده

د ترکیې دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام کښې د دغه نړیوال هوايي ډګر مدیریت د افغانستان د خلکو لپاره یوه مهمه مسئله وبلله.

آکار د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل: ترکیه د سیمې بدلونونه له نزدې څخه تعقیبوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم دوه ورځې مخکښې دغه شان څرګندونې کړې وې.