طالبانو له جرمني او هالینډ څخه د مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108528-طالبانو_له_جرمني_او_هالینډ_څخه_د_مرستې_غوښتنه_وکړه
صدای افغان خبري اژانس (اوا) راپور ورکړی د طالبانو خارجه وزیر او د حکومت مرستیال د افغانستان په چارو کښې د جرمني او د هالینډ له استازیو سره کتنې او د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2021 01:30 Asia/Kabul
  • طالبانو له  جرمني او هالینډ څخه د مرستې غوښتنه وکړه

صدای افغان خبري اژانس (اوا) راپور ورکړی د طالبانو خارجه وزیر او د حکومت مرستیال د افغانستان په چارو کښې د جرمني او د هالینډ له استازیو سره کتنې او د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

د طالبانو چارواکو په دغو کتنو کښې د جرمني او د هالینډ له مسولانو وغوښتل په افغانستان کښې په بیلابیلو برخو کښې پانګونې وکړي .

د طالبانو د موقته حکومت د لومړي وزیر مرستیالانو عبدالسلام حنفي ، امیر خان متفي   اوخارجه  وزیر ملا عبدالغني برادر پرون په کابل کښې د افغانستان په چارو کښې د هالینډ او د جرمني له استازیو سره جلا جلا کتنې وکړې او د خپل مینځو اړیکو او د افغانستان د اقتصادي حالاتو او د  بشر دوستانه مرستو په هکله یې خبرې وکړې .

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست ملا عبدالغني برادر په دغو کتنو کښې وویل په خارج کښې د افغانستان کنګل شوي ډالر چې د افغانستان د خلکو دي باید ازاد شي .

د افغانستان په چارو کښې د جرمني استازي مارکوس پوتزل هم وویل چې هیواد یې له افغانستان سره  بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي .

د طالبانو د موقته حکومت د لومړي وزیر یوه (۱) مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دغو کتنو کښې وویل افغانستان له جرمني سره د اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .

بد اقتصادي حالت او نور مشکلات سبب شوي چې د افغانستان  میلیونونو خلک په بې وزلۍ کښې ژوند وکړي او نړیوالو موسسو هم په افغانستان کښې د بشري کړکیچ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړی دی .