اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیا پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108630-اماراتو_په_کابل_کښې_خپل_سفارت_بیا_پرانیسته
خبري سرچینو بیګا د یو طالب چارواکي له قوله ولیکل چې متحده عرب اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیرته خلاص کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 04:17 Asia/Kabul
  • اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیا پرانیسته

خبري سرچینو بیګا د یو طالب چارواکي له قوله ولیکل چې متحده عرب اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیرته خلاص کړی دی

خبري سرچینو بیګا د یو طالب چارواکي له قوله ولیکل چې متحده عرب اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیرته خلاص کړی دی

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د لنډمهاله حکومت د رسمي ویاند مرستیال احمد ا... واثق پرون د دې خبر په اعلانولو سره وویل چې اماراتو په کابل کښې د دغه هیواد په سفارتخانې باندې خپل بیرغ لګولی دی.

هغه په خپل ټویټر ولیکل چې د اماراتو اقدام یو ډیر ښه ګام دی  چې د نورو مثبتو ګامونو د اوچتیدو لامل به شي.

هغه ولیکل: امارات او افغانستان په عملي توګه ډیرې ښې اړیکې لري او د هغو پراختیا ته ضرورت لرو.