اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیا پرانیسته
Nov 21, 2021 04:17 Asia/Kabul
خبري سرچینو بیګا د یو طالب چارواکي له قوله ولیکل چې متحده عرب اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیرته خلاص کړی دی
خبري سرچینو بیګا د یو طالب چارواکي له قوله ولیکل چې متحده عرب اماراتو په کابل کښې خپل سفارت بیرته خلاص کړی دی
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د لنډمهاله حکومت د رسمي ویاند مرستیال احمد ا... واثق پرون د دې خبر په اعلانولو سره وویل چې اماراتو په کابل کښې د دغه هیواد په سفارتخانې باندې خپل بیرغ لګولی دی.
هغه په خپل ټویټر ولیکل چې د اماراتو اقدام یو ډیر ښه ګام دی چې د نورو مثبتو ګامونو د اوچتیدو لامل به شي.
هغه ولیکل: امارات او افغانستان په عملي توګه ډیرې ښې اړیکې لري او د هغو پراختیا ته ضرورت لرو.
ټیګونه