له افغانستانه ۶۹۸ ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده
د طالبانو د موقته حکومت چارواکي له افغانستانه بهر ته د ۶۹۸ ټنه اوچې مېوې د صادرېدو خبر ورکړ.
د افغان سرچينو د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د لړم د میاشتې په وروستو دوو هفتو کښې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان ۶۹۸ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دغه مېوه کې ۵۸۵ ټنه کشمش او نوره مېوه وه چې اروپایي، اېشيائي هېوادونو او همدارنګه امریکې او اسټرالیا ته هم صادره شوې ده.
هغه هيله څرګنده کړه چې د افغانستان صادرات به نور هم ډېر شي.
تر دې وړاندې چین هېواد ته هم د افغانستان ۵۵۰ ټنه چلغوزي صادر شوي او دا پروسه اوس هم دوام لري.
طالبان چارواکي په داسې مهال د اقتصادي حالت ښه کېدو خبر ورکوي چې اوسمهال افغانان تر بل هر وخت له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.