لویدیځ په افغانستان کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108708-لویدیځ_په_افغانستان_کښې_اقتصادي_کړکیچ_ته_لمن_وهي
په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند د افغانستان د اداره کولو لپاره د دغې ډلې په ستونزو باندې په داده کیدو سره وايي: لویدیځ قصداً په دې هیواد کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2021 02:33 Asia/Kabul
  • لویدیځ په افغانستان کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي

په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند د افغانستان د اداره کولو لپاره د دغې ډلې په ستونزو باندې په داده کیدو سره وايي: لویدیځ قصداً په دې هیواد کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي

په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند د افغانستان د اداره کولو لپاره د دغې ډلې په ستونزو باندې په داده کیدو سره وايي: لویدیځ قصداً په دې هیواد کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي

سهیل شاهین اناتولي خبري آژانس ته په مرکه کښې زیاته کړه: منو چې یولړ ستونزې شته خو دغه مشکلات دومره نه دي چې د طالبانو ژوند وګواښي.

شاهین زیاته کړه: شل کال مخکښې مونږ د امریکې او د ۵۴ نورو هیوادونو د نیواکګړۍ په وړاندې مقاومت له صفر څخه پیل کړ او بلآخره کامیاب شولو خو اوس د لویدیځ په تیره بیا د امریکې له کارړنګونو سره مخامخ یو او باوري یو چې هغوي قصداً په افغانستان کښې اقتصادي کړکیچ ته لمن وهي.

په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاندوي په دې خبرې سره چې د دغې ډلې وړومبنې هدف په اقتصادي ستونزو باندې غلبه ده، وویل: له تشې خزانې، د لویدیځ له خوا د ولس د پیسو له بلاک کیدو او د تیر حکومت د مسئولانو له خیانت سره سره مونږ د ګمرکي او مالیاتي عایداتو په شان له خپلو سرچینو څخه د کارمندانو او د ځینو وزارتخانو معاشونه ورکړي دي.

دغه طالب چارواکي په دې خبرې سره چې زیاتره هیوادونه په یو ډول له دوي سره اړیکه لري، زیاته کړه: مونږ د پنځلسو اروپايي هیوادونو له سفیرانو سره ملاقات وکړ او هغوي ټولو په یوه خوله وویل چې له مونږ سره به ملګرتیا کوي.