د ډالر په مقابل کښې د افغانۍ بیه کمه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108740-د_ډالر_په_مقابل_کښې_د_افغانۍ_بیه_کمه_شوي_ده
صدای افغان خبري اژانس وايي د امریکا د ډالر په مقابل کښې د افغانستان د ملي پیسو ارزښت په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې اوس بیخي کم شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 01:44 Asia/Kabul
  • د ډالر په مقابل کښې د افغانۍ بیه کمه شوي ده

صدای افغان خبري اژانس وايي د امریکا د ډالر په مقابل کښې د افغانستان د ملي پیسو ارزښت په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې اوس بیخي کم شوی .

په افغانستان کښې د خارجي کرنسیو او پیسو د راکړې ورکړې د تر ټولو ستر مرکز «سراي شهزاده» مرستیال حاجي دادګل  وویل پرون د امریکا د هر ډالر بیه پینځه نوي (۹۵) اعشاریه یوه(۱) افغانۍ وه .

د اقتصادي مسائیلو کارپيژاندو کارکونکو ته د پاتې څو میاشتو د معاشونو ورکول د افغانۍ د بیې د کمیدا دلیل وباله .

افغانستان همدا اوس د بودجې له خسارې او د انساني غمیزې له رامینځته کیدا سره مخ دی .

دغه راز د نړیوال سره صلیب یوه (۱) لوړرتبه مدیر ډومینیک اسټیلهارټ د افغانستان خلکو ته د نړیوالو مرستو په بندیدا نیوکه وکړه .

هغه وویل مونږ د افغانستان خلکو ته د نړیوالو مرستو په غوڅیدا خپه او غصه یوو .

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې بندې شوي او په دې سربیره امریکا د افغانستان لس (۱۰) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي .

د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه څو ځله د افغانستان له خلکو سره بشر دوستانه مرستې کړي دي او دغو مرستو ته به دوام ورکړي .