تخار کښې د ماین چاودنې یو طالب غړی وژلی دی
په تخار ولایت کښې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي باندې د ماین د چاودنې له امله یو طالب غړی مړ او یو بل زخمي شو
سره له دې چې د تخار ولایت په یاسوج ولسوالۍ کښې د طالبانو د ولسوال مولوي طیب د وژل کیدو په هکله ځیني خبرونه خپاره شوي دي خو ځايي سرچینو آوا خبري آژانس ته، د هغه د وژل کیدو خبر دروغ بللی دی.
په تخار ولایت کښې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مسئول مولوي انصار ا... انصاري پرون د ورسوج ولسوالۍ په مرکز کښې د طالبانو په ګاډي کښې د ځاې پرځاې شوي ماین چاودنه وشوه چې له امله یې یو طالب وژل شوی او یو بل کس زخمي شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ورسوج ولسوال له دې پیښې روغ رمټ وتلی دی.
انصاري وویل چې لامعلومه نه ده چې دا ماین چا یا کومې ډلې ایښی و خو اطلاعاتي ارګانونو یې په اړه تحقیقات پیل کړي دی.