طالبانو خپلو ځواکونو ته خبرداری ورکړ
Nov 24, 2021 11:33 Asia/Kabul
د طالبانو د موقته حکومت د لیکو د تصفیې کمیشن د دغې ډلې له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د خلکو په شخصي حریم کښې دې لاسوهنه نه کوي
د طالبانو د موقته حکومت د لیکو د تصفیې کمیشن د دغې ډلې له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د خلکو په شخصي حریم کښې دې لاسوهنه نه کوي
لطیف الله حکیمي له خپلو ټولو قومندانانو وغوښتل چې له خلکو سره له قهرجن چلنده په ډډه کولو سره دې، مناسب سلوک ولري.
د طالبانو چارواکي وايي چې د دغه کمیشن د کار له پیلیدو راهیسې ۶۰۰ وسله وال د دغې ډلې له لیکو ایستل شوي او قضايي محکمو ته لیږدول شوي دي.
یاده دې وي چې له دې نه مخکښې داسې خبرونه رارسیدلي وو چې د اطلبانو ځیني امنیتي ځواکونه د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په خپل سرې توګه عام وګړي ځوروي.
ټیګونه