د داعش له ستر ښودنې څخه د طالبانو غوصه
د جوزجان په ولایت کې د طالبانو د حکومت والي د ملګرو ملتونو له استازی سره په لیدنه کې د داعش د ترهګري ډلي په لوی ښودنې نیوکه وکړه.
په جوزجان کې د طالبانو د حکومت والي د افغانستان په شمال کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشر روبین کلفین سره په لیدنه کې ادعا وکړه چي داعش په افغانستان کې هیڅ ځایګی او پټنځای نه لري خو نړیوال د هغه په لوی ښودني سره د طالبانو د موقعیت د کمزوري کولو په لټه کې دي.
د جوزجان والي وایي: د افغانستان ولس د داعش په له مینځه وړلو کې د طالبانو سره همکاري کوي.
خو سره له دې روبین کلفین ټینګار کوي چي په افغانستان کې د داعش د ترهګري ډلي فعالیتونه زیات شوي دي.
دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د داعش د ترهګري ډلي بریدونه زیات شوي چي د امله یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.