د نجونو ښوونځي له راتلونکي کاله خلاصیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108904-د_نجونو_ښوونځي_له_راتلونکي_کاله_خلاصیږي
د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال وايي: د نوې تعلیمي طرحې په بشپړیدو سره به د جینکو سکولونه هم له راتلونکي کال څخه پرانستل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 04:17 Asia/Kabul
  • د نجونو ښوونځي له راتلونکي کاله خلاصیږي

د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال وايي: د نوې تعلیمي طرحې په بشپړیدو سره به د جینکو سکولونه هم له راتلونکي کال څخه پرانستل شي

د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال وايي: د نوې تعلیمي طرحې په بشپړیدو سره به د جینکو سکولونه هم له راتلونکي کال څخه پرانستل شي

د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په افغانستان کښې د ترکیې د سفیر جهاد ارګین اي سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو اړیک لرغونې او دوستانه وبللې.

هغه وویل: ښځې د پاسپورټ د دفتر او د روغتیا د برخې په شمول په مختلو ادارو کښې کار کوي او په زیاترو ولایتونو کښې به د جینکو ښوونځي هم په راتلونکي کال کښې د نوې روزنیزې طرحې او پلان په بشپړیدو سره بیرته پرانستل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې اوسمهال د افغانستان په زیاترو ولایتونو کښې له شپږم کلاس نه پورته جینکۍسکولونو ته د تګ اجازه نه لري. هم داشان حکومتي پوهنتونونه هم بند دي.