کابل کښې د بې روزګارۍ زیاتیدو اندیښنې راپارولې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108906-کابل_کښې_د_بې_روزګارۍ_زیاتیدو_اندیښنې_راپارولې_دي
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار اوسیدونکي د بې روزګارۍ او د عاید د نشتوالي په وجه د ژوند ابتدايي ضروریات نه شي برابرولې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 04:19 Asia/Kabul
  • کابل کښې د بې روزګارۍ زیاتیدو اندیښنې راپارولې دي

د افغانستان د پلازمینې کابل ښار اوسیدونکي د بې روزګارۍ او د عاید د نشتوالي په وجه د ژوند ابتدايي ضروریات نه شي برابرولې

د افغانستان د پلازمینې کابل ښار اوسیدونکي د بې روزګارۍ او د عاید د نشتوالي په وجه د ژوند ابتدايي ضروریات نه شي برابرولې

طلوع نیوز خبر ورکړی چې د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکي له وروستیو څو میاشتو نه د بې روزګارۍ دوام ته په اشارې سره وايي: اقتصادي ستونزو له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي یو.

د پروان ولایت عبدالحمید چې د کار په تکل کښې کابل ته تلی دی، وايي: بیکارۍ او بې وزلۍ زه او زما کورنۍ له سختو حالاتو سره مخامخ کړي یو. هغه د طالبانو له حکومته غوښتي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

په داشان حالات کښې د طالبانو مسئولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له بې وزلۍ سره د مقابلې لپاره د افغانستان د خلکو مرسته وکړي او د دغه هیواد بلاک شوې پیسې او شتمنۍ دې آزادې کړي.

رپورټونه وايي چې د افغانستان کابو نیمايي خلک د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخامخ دي.