د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د کتابونو نندارتون
د طالبانو له واکمنیدو وروسته د کتابونو وړومبنۍ سړکي میله د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کښې ولګیدله
د بدخشان ولایت په مرکز کښې د کتابونو د نندارتون د ترسره کیدو هدف د دغه ولایت په خلکو په تیره بیا ځوانانو کښې د مطالعې او لوستلو د کلتور دودول اعلان شوي دي.
د دغه نندارتون ترسره کونکي احمد نبیل قاضي زاده وویل چې له دغه پروګرام څخه یې هدف د بدخشان ولایت په ځوانانو کښې د کتاب لوستنې دودول دي.
د ویلو ده چې له پرون څخه پرانیستل شوی دغه نندارتون به یوه اونۍ دوام ولري.
په عین حال کښې د بدخشان د خبریالانو د شورا مشر عبدالبصیر حق جو او د دغه ولایت د معارف مشر مولوي محراب الدین اقبال په یولړ څرګندونو کښې له ځوان نسل نه وغوښتل چې په مطالعې او تحقیق سره د افغانستان د پرمختګ او سرلوړۍ لپاره کوشش وکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو له واکمنید وروسته په بدخشان کښې د کتابونو اخیستل بیخي بند شوي دي او زیاتره کتابتونونه د خوراکي موادو په پلورنځیو بدل شوي دي.