د هوائي ډګرونو د پراختيا لپاره له اروپائي اتحاديې د طالبانو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108968-د_هوائي_ډګرونو_د_پراختيا_لپاره_له_اروپائي_اتحاديې_د_طالبانو_غوښتنه
د طالبانو موقته حکومت د افغانستان د هوائي ډګرونو د پراختيا لپاره د اروپائي اتحاديې د ملګرتيا او مرستې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2021 10:03 Asia/Kabul
  • د هوائي ډګرونو د پراختيا لپاره له اروپائي اتحاديې د طالبانو غوښتنه

د طالبانو موقته حکومت د افغانستان د هوائي ډګرونو د پراختيا لپاره د اروپائي اتحاديې د ملګرتيا او مرستې غوښتنه وکړه.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د افغانستان د زياترو هوائي ډګرونو د تړل کېدو او د تاسيساتو د کمښت په وجه طالبان له افغانستان سره د اروپائي اتحاديې د مرستې غوښتونکي شوي دي.

همدارنګ د اروپائي اتحاديې د بهرنيو خدماتو دفتر تېره شپه په يوې بيانيې کښې وويل: د دغې اتحاديې ځينو استازيو د قطر په دوحه کښې د افغانستان د هوائي ډګرونو د پراختيا په باره کښې له طالب چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

په افغانستان باندې د طالب ډلې له تسلطه وروسته د زياترو هوائي ډګرو تړل کېدو، دغه هېواد ته د اکثرو نړيوالو الوتونو بندېدواو د هوائي ډګرونو د تاسيساتو  وېجاړېدو د دغه هېواد هوائي صنعت او ټرانسپورټ له زياتو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.