د افغانستان د مرکزي بانک ځیني کارکونکي اخراج شول
Nov 30, 2021 04:10 Asia/Kabul
د افغانستان له مرکزي بانک څخه یوشمیر جګ پوړي کارکونکي اویستې شول
د افغانستان د مرکزي بانک ۱۳ تنه جګ پوړي کارکونکي چې د دغه ارګان د تیر مشر اجمل احمدي له خوا په غیرقانوني توګه استخدام شوي وو، له کاره ګوښه کړې شول.
د افغانستان په مرکزي بانک کښې یوه خبر سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آوا خبري آژانس ته وویل چې د دغو کارکونکو د ایستل کیدو وجه، د مرکزي بانک د تیر مشر اجمل احمدي له خوا د هغوي غیرقانوني او بې له امتحانه استخدامیدل وو.
د یادو کارکونکو د ایستلو فیصله په دې وروستیو کښې د افغانستان په مرکزي بانک کښې د طالبانو په څارنې سره د مشرتابه پلاوي په غونډه کښې وشوه.
ټیګونه