د افغانستان ۵۰۰ میلیونه بشرپاله ادارو ته ورکول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109010-د_افغانستان_۵۰۰_میلیونه_بشرپاله_ادارو_ته_ورکول_کیږي
ویل شوي، چې دا پیسې به د طالبانو د حکومت پرځای نړیوالو بشرپاله ادارو ته ورکړل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2021 07:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۵۰۰ میلیونه بشرپاله ادارو ته ورکول کیږي

ویل شوي، چې دا پیسې به د طالبانو د حکومت پرځای نړیوالو بشرپاله ادارو ته ورکړل شي.

رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې نړیوال بانک په دې اړه پر مذاکراتو بوخت دی، چې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شاوخوا ۱۰ میلیارده بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له کنګله وباسي.

ویل شوي، چې دا پیسې به د طالبانو د حکومت پرځای نړیوالو بشرپاله ادارو ته ورکړل شي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې په دې اړه په دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي د پيل شویو مذاکراتو کوم رول شته کنه؟

د روانې اونۍ له پيله هلته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان لپاره د امریکاد ځانګړي استازی ټام ویست په مشرۍ پلاوي سره د خبرو پړاو پيل شوی.

طالبانو د خبرو زیاته برخه د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خوشې کیدو اړوند ګڼلي،خو امریکایي لوري بیا د ټول شموله حکومت د جوړیدو، د بشري او ښځینه حقونو په تامین او دغه راز د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو د نه ترسره کیدو د تضمین غوښتل ښودلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په اففغانستان کې د فقر کچه خورا لوړه شوې او د ملګرو ملتونو په حواله ۲۴ میلیونه خلک کافي خوراک څښاک نه لري.

د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزن د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

دا خبرې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو طالبانو وویل چې له دغو خبرو ناسم تعبیر شوی دی.