د غزني اوسیدونکو د اداري خدماتو په نشتوالي اعتراض وکړ
د افغانستان په غزني ولایت کښې د دولتي ادارو بندیدو یا یې نامنظم فعالیت د دغه ولایت د خلکو قهر راپارولی دی
د غرني ولایت د مرکز او ولسوالیو یوشمیر اوسیدونکو آوا خبري آژانس ته په خبرو کښې وویل: په اداري مرکزونو کښې کارونه په منظمه توګه نه دي شروع شوي او خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره لالهانده دي. دغه خلک د تجربه کاره کسانو په راوستلو سره د غزني د ټولو ادارو د فعالیدو غوښتونکي دي.
هغوي وايي: په ځايي اداري مرکزونو کښې د خدماتو د نه وړاندې کیدو په وجه، خلک له مرکز نه بهر په تیره بیا په سړو سیمو کښې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
له بلې خوا د غزني د والي ویاند حافظ عمر وايي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي ټولې ادارې په بشپړه توګه فعالې کړي چې د خلکو په ښه توګه خدمت وشي.
د افغانستان د تیر حکومت په ختمیدو سره ډیرو حکومتي کارکونکو د معاشونو د نه ترلاسه کیدو په وجه کارونه پریښې دي او یا طالبانو له کاره ایستلي دي چې له امله یې د هیواد په ډیرو سیمو کښې خلکو ته د اداري خدماتو د ورکولو په بهیر کښې سخته بې نظمي او ګډوډی رامینځته شوی دی.