کابل کښې د عربستان سفارت هم پرانیستل شو
Dec 01, 2021 09:07 Asia/Kabul
سعودي عربستان د افغانستان په پلازمینې کابل کښې خپله سفارتخانه بیرته خلاصه کړه
سعودي عربستان د افغانستان په پلازمینې کابل کښې خپله سفارتخانه بیرته خلاصه کړه
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر ولیکل: افغانستان ته د عربستان د سفارتکارانو د ۱۴ کسیز ټیم په راستنیدو سره، له پرون څخه د افغان ښاریزو لپاره د دغه هیواد د سفارت کنسولي خدماتو او فعالیت دوباره پیل شو.
د ویلو ده چې په تیر اوړي کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د سعودي عربستان په شمول ډیرو هیوادونو په افغانستان کښې خپل کنسولي خدمات بند کړي وو.
ټیګونه