لسګونه افغانستاني محصلین روسیې ته لیږل کیږي
Dec 01, 2021 09:23 Asia/Kabul
د افغانستان کابو ۱۰۰ تنه محصلین د زده کړو د دوام لپاره روسیې ته استول کیږي
د افغانستان کابو ۱۰۰ تنه محصلین د زده کړو د دوام لپاره روسیې ته استول کیږي
رشا ټوډی رپورټ ورکړی چې په روسیه کښې د استوګنو افغانستانیانو د مرکز مشر غلام محمد جلال وویل: د دسمبر په اوله نیټه (نن) افغانستان ته د روسیې د انساني مرستو د دویمې مرحلې له لیږلو سره هممهاله، تقریباً سل تنه افغان محصلین هم د زده کړو د دوام لبراه له کابله ماسکو ته منتقل کیږي.
د ویلو ده چې د تیرې نومبر میاشتې په اتلسمه نیټه په ۳۶ ټنه خوراکي موادو مشتمله د روسیې د انساني مرستو وړومبۍ جوپه افغانستان ته لیږل شوې وه.
ټیګونه