غزني کښې نجونو ته د زده کړو حالات برابر شول
Dec 01, 2021 09:49 Asia/Kabul
د غزني ولایت په یوه برخه کښې سلګونو جینکو ته د زده کړې د دوام حالات برابر شوي دي
د غزني ولایت په یوه برخه کښې سلګونو جینکو ته د زده کړې د دوام حالات برابر شوي دي
د سیمه ایزو مسئولانو او د نړیوالو ارګانونو په هلوځلو سره د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کښې د سلګونو جینکو لپاره د زده کړې او تحصیل حالات برابر شوي دي.
د ویلو ده چې له تیرو تقریباً دوه نیمو میاشتو راهیسې په افغانستان بندې د طالبانو په ولکې سره، له شپږم کلاس نه پورته نجونې له زدکړو منع کړې شوې دي.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) تیره پنجشنبه ویلي وو چې په افغانستان کښې کابو دوه میلیونه ماشومان د طالبانو د پریکړو په وجه له زده کړې پاتې شوي دي.
ټیګونه