ارزګان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109124-ارزګان_کې_په_خوارځواکۍ_د_اخته_ماشومانو_شمېر_زیات_شوی
د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2021 13:57 Asia/Kabul
  • ارزګان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

د افغان رسنیو له راپور سره سم، د ارزګان په ولایتي روغتون کې بسترونه له هغو ماشومانو ډک دي چې په خوارځواکۍ اخته دي او ځیني دومره ډنګر شوي چې د بدن هډوکي یې له پوستکي لاندې ښکاري.

د افغانستان روغتونونه او روغتیايي کارکوونکي په داسې حال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي مشکل سره مبارزه کوي چې د دغه هېواد د خراب اقتصادي وضعیت له کبله په ملیونونو خلک د خپلې اړتیا وړ خوړو د اخیستو وس نه‌لري.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونېسف د اکټوبر میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې په سختې خوارځواکۍ اخته ۱ ملیون افغان ماشومان ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي که چېرې بېړنۍ درملنه‌یې ونه‌شي.

۱۴ ملیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي، د ډبلیو اېف پي په وروستۍ ټول‌پوښتنه کې ویل شوي چې د ۹۵ په سلو کې کورنیو، میندې او پلرونه لږ خواړه خوري چې زیاته برخه‌یې خپلو ماشومانو ته وسپموي.