سعودي کابل ته خپل ۱۴ډیپلوماټان راولېږل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109132-سعودي_کابل_ته_خپل_۱۴ډیپلوماټان_راولېږل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د سعودي عربستان حکومت خپل ۱۴ تنه ډیپلوماټان کابل ته استولي او فعالیت یې له سره پیل کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • سعودي کابل ته خپل ۱۴ډیپلوماټان راولېږل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د سعودي عربستان حکومت خپل ۱۴ تنه ډیپلوماټان کابل ته استولي او فعالیت یې له سره پیل کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلې چي اوس مهال د سعودی سفارت پرانیستل شوی او قونسلی چاري یې له سره پیل کړي دي.

عربستان کابل ته خپل ډیپلوماتان داسې مهال لېږي چې لاهم د افغانستان اسلامي امارت سرپرست حکومت تر اوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی.