افغانستان کښې د کډوالو شمیر په زیاتیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109152-افغانستان_کښې_د_کډوالو_شمیر_په_زیاتیدا_دی
صدای افغان خبري اژانس وايي د مهاجرت نړیوالې موسسې ایي او ایم (IOM) په افغانستان کښې د کډوالو د شمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 02:24 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کډوالو شمیر په زیاتیدا دی

صدای افغان خبري اژانس وايي د مهاجرت نړیوالې موسسې ایي او ایم (IOM) په افغانستان کښې د کډوالو د شمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .

دغه موسسې ویل د افغانستان د بدو اقتصادي او د انساني حالاتو په دلیل په دغه هیواد کښې د کډوالو شمیر د زیاتیدا په حال کښې دی .

د مهاجرت د نړیوالې موسسې په راپور کښې ویل شوي دي چې د افغانستان ګڼ شمیر خلک له هیواده د وتلو هڅه کوي .

د افغانستان په میلیونو خلک د بدو اقتصادي حالاتو او د امریکا د نیواکګرۍ له کبله د شل (۲۰)  کلن جنګ په وجه کډوال شوي دي .

د ژمي د موسم په رارسیدا سره د افغانستان ډیر خلک له لوږې ، بې وزلۍ او د پیسو له کمښت سره مخ دي .