افغانستان کښې د کډوالو شمیر په زیاتیدا دی
Dec 03, 2021 02:24 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس وايي د مهاجرت نړیوالې موسسې ایي او ایم (IOM) په افغانستان کښې د کډوالو د شمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .
دغه موسسې ویل د افغانستان د بدو اقتصادي او د انساني حالاتو په دلیل په دغه هیواد کښې د کډوالو شمیر د زیاتیدا په حال کښې دی .
د مهاجرت د نړیوالې موسسې په راپور کښې ویل شوي دي چې د افغانستان ګڼ شمیر خلک له هیواده د وتلو هڅه کوي .
د افغانستان په میلیونو خلک د بدو اقتصادي حالاتو او د امریکا د نیواکګرۍ له کبله د شل (۲۰) کلن جنګ په وجه کډوال شوي دي .
د ژمي د موسم په رارسیدا سره د افغانستان ډیر خلک له لوږې ، بې وزلۍ او د پیسو له کمښت سره مخ دي .
ټیګونه