دایکندي کښې د طالبانو دوه چارواکي ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109164-دایکندي_کښې_د_طالبانو_دوه_چارواکي_ونیوی_شول
د افغانستان په دایکندي ولایت کښې دوه طالب چارواکي د یو ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 09:54 Asia/Kabul
  • دایکندي کښې د طالبانو دوه چارواکي ونیوی شول

د افغانستان په دایکندي ولایت کښې دوه طالب چارواکي د یو ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوي دي.

د افغانستان په دایکندي ولایت کښې دوه طالب چارواکي د یو ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوي دي.

په دایکندي کښې د طالبانو والي امین ا... عبید رسنیو ته وویل چې د خدیر  ولسوال ملا عبدا... او د دغې ولسوالۍ امنیتي قومندان عزیز ا... اجمل د ۳۳ کلن ښاریز محمد علي د قتل په لړ کښې چې د خدیر ولسوالۍ ته د یوې حقوقي دوسیې د تعقیبونې په وخه ورغلی او له هلته نه بې درکه شوی و او بیا یې مړ وموندل شو، ونیوی شول.

ویل کیږي چې محمد علي په شکنجه کښې سا ورکړې ده.

د ویلو ده چې د طالبانو کسان په دې وروستیو کښې ډیر ځلې د ملکي وګړو او د تیر حکومتو د پوځیانو په وژلو تورن شوي دي.

د طالبانو مرکزي چارواکي وايي چې دا ډول پیښې د دې ډلې د خپل سرو کسانو کار دی او د دوي حکومت له امنیتي نظره په حالاتو باندې پوره مسلط نه دی.

طالبانو هم داشان په خپلو لیکو کښې د نامطلوبو کسانو د پیژندلو او ایستلو لپاره د تصفیې کمیشن جوړ کړی دی چې تراوسه یې سل کسان له دغې ډلې ایستې دي.