دایکندي کښې د طالبانو دوه چارواکي ونیوی شول
د افغانستان په دایکندي ولایت کښې دوه طالب چارواکي د یو ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوي دي.
د افغانستان په دایکندي ولایت کښې دوه طالب چارواکي د یو ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوي دي.
په دایکندي کښې د طالبانو والي امین ا... عبید رسنیو ته وویل چې د خدیر ولسوال ملا عبدا... او د دغې ولسوالۍ امنیتي قومندان عزیز ا... اجمل د ۳۳ کلن ښاریز محمد علي د قتل په لړ کښې چې د خدیر ولسوالۍ ته د یوې حقوقي دوسیې د تعقیبونې په وخه ورغلی او له هلته نه بې درکه شوی و او بیا یې مړ وموندل شو، ونیوی شول.
ویل کیږي چې محمد علي په شکنجه کښې سا ورکړې ده.
د ویلو ده چې د طالبانو کسان په دې وروستیو کښې ډیر ځلې د ملکي وګړو او د تیر حکومتو د پوځیانو په وژلو تورن شوي دي.
د طالبانو مرکزي چارواکي وايي چې دا ډول پیښې د دې ډلې د خپل سرو کسانو کار دی او د دوي حکومت له امنیتي نظره په حالاتو باندې پوره مسلط نه دی.
طالبانو هم داشان په خپلو لیکو کښې د نامطلوبو کسانو د پیژندلو او ایستلو لپاره د تصفیې کمیشن جوړ کړی دی چې تراوسه یې سل کسان له دغې ډلې ایستې دي.