طالبانو په ننګرهار او بلخ ولایتونو کښې د مخالفانو خلاف عملیات وکړل
طالبان وايي، چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کښې د داعش ډلې او په بلخ کښې یې د انسان تښتونکو خلاف عمليات کړي.
تاند خبري سایټ د طالبانو د اعلامیې له مخې لیکلي دي: د بلخ امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې، یوه ماشومه چې درې ورځي وړاندي تښتل شوې وه د انسان تښتونکو له منګولو ؤژغورله .
ويل شوي، چې ۹ تنه اختطافګر د دغو عملياتو په ترڅ کې ژوندي ونیول شول او یو یې وژل شوی دی.
طالبانو په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې ځواکونو يې بېګاه د جلال آباد په کابل هډې سیمه کې د داعشیانو پر پټنځي عملیات ترسره کړي.
د اعلامیې د معلوماتو په اساس، د دغو عملياتو په پایله کې دوه داعشیان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د طالبانو مسئوولین وايي چې له یاد پټنځي په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
داعش ډلې د طالبانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
طالبان په دې وروستيو کې تورنيږي، چې د نا امنۍ او په خاص ډول د داعش ډلې د جګړو اړوند خبرونه له رسنيو پټوي.خو طالبان بيا دغه تورونه نه تاييدوي.
د ویلو ده چې د طالبانو له واکمنیدو سره، د افغانستان له مختلفو سيمو د اختطاف د پېښو د زیاتېدو خبرونه هم ډېر شوي.