د کابل د پرونۍ چاودنې پړه د پنجشیر د مقاومت جبهې ومنله
دغه چاودنه پرون د کابل د تایمني سیمې په پینځم سرک، د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د والي په موټر شوې، چې د چارواکو په وينا کوم ځاني زيان نه لري
د احمد مسعود په مشرۍ، پنجشیر د مقاومت جبهه چې ځان ملي جبهه بولي، وايي چې د طالبانو د پنجشېر پر والي مولوي قدرت الله پرونۍ چاودنه دوی کړې ده.
د دې جبهې ویندوی شمش الدین حامد له تاند وېبپاڼې سره په خبرو کې د دغې چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیسته.
دغه چاودنه پرون د کابل د تایمني سیمې په پینځم سرک، د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د والي په موټر شوې، چې د چارواکو په وينا کوم ځاني زيان نه لري.
د دغې چاودنې له کبله د پلازمېنې کابل تر څنګ د ننګرهار ولايت وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
ياده چاودنه په داسې مهال شوې، چې په وروستيو کې د طالبانو د يو شمېر مشرانو په ګډون د دوی يو شمېر پلويان د طالبانو خلاف د مقاومت ډلو موجوديت يوازې تش په نامه بولي او وايي چې فزيکي شتون نه لري.