د ازبکستان ولسمشر له طالبانو سره په خبرواترو ټینګار وکړ
Dec 05, 2021 03:51 Asia/Kabul
د ازبکستان ولسمشر د سیمې د مهمو پروژو د اجرا لپاره د افغانستان له چارواکو سره خبرې اترې ضروري وبللې
د ازبکستان ولسمشر د سیمې د مهمو پروژو د اجرا لپاره د افغانستان له چارواکو سره خبرې اترې ضروري وبللې
میر ضیایف په یوه مطبوعاتي مرکه کښې څرګنده کړه: په افغانستان کښې صلحې او ثبات ته چټکه رسیدنه د سترو پروژو د اجرا فرصتونه رامینځته کوي او په هم دې وجه د دغه هیواد له نویو چارواکو سره د خبرواترو دوام ضروري دی.
میر ضیایف د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په اشارې سره، دغه هیواد د اورآسیا او جنوبي آسیا او د دې لوې وچې د ختیځ او لویدیځ ترمینځ یو طبیعي ځمکنې پل او له سیمې د وتلې ارتباط زمینه برابرونکی وباله.
ټیګونه