په افغانستان کښې د جرمني د سفارت پرانېسته
د افغانستان په چارو کښې د جرمني خاص استازي په راتلونکي ميلادي کال کښې په کابل کښې د خپل هېواد د سفارت د پرانېستې خبر ورکړ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د جرمني خاص استازي ياسپر ويک وويل: دا امکان شتهه چې د راتلونکي ۲۰۲۲ ميلادي کال په شروع کښې د جرمني سفاتري کارکؤنکي افغانستان ستانۀ شي او په کابل کښې د جرمني سفارت بيا پرانېستل شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د جرمني دي وېلټ ورځپاڼې په دې وروستيو وختونو کښې رپوټ ورکړے ؤ چې د جرمني استازے مارکوس پوټزل په راتلونکو څو ورځو کښې افغانستان ته لاړ شي چې له طالبانوو سره په دغه هېواد کښې د جرمن سفارتکارو د فعاليت د شروع کولو د څه رنګوالي په اړه صلاح مشورې وکړي.
له دې مخکې د فرانسې ولسمشر امانوئل مېکرون ويلي وو چې له نورو اروپائي هېوادونوسره د صلاح مشورو په حال کښې چې زر تر زره په افغانستان کښې په ګډه توګه يوه نوې ډېپلومېټکه نمائندګي جوړه کړي.