د افغانستان د ملي کرنسۍ ارزښت ډیر کم شوی دی
د بهرنیو اسعارو د معاملاتو په بازار کښې د افغانۍ ارزښت له بې مخینې کمي سره مخامخ شوی دی
د بهرنیو اسعارو د معاملاتو په بازار کښې د افغانۍ ارزښت له بې مخینې کمي سره مخامخ شوی دی
د افغانستان د اسعارو د تبادلې د مرکز د اعلان له مخې، پرون د امریکايي ډالر قیمت ۹۸ افغانیو ته ورسیده چې په تیرو دوو لسیزو کښې د افغانستان د ملي کرنسي د سپکیدو ترټولو زیات ریکارډ دی.
د افغانستان په بانکونو کښې د بهرنیو اسعارو د کمښت یوه ستره وجه، د امریکې له خوا د دغه هیواد د شتمنیو کنګل کول دي.
امریکې او د هغې اروپايي انډیوالانو د افغانستان د تیر حکومت له پرزیدو او په دغه هیواد کښې واک ته د طالبانو په رسیدو سره، د افغانستان څه باندې نهه نیم (۹.۵) میلیارډ ډالر بلاک کړي دي.
له دې نه علاوه د افغانستان خلک د ژمي په راسیدو سره د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي او د شیانو د بیو د لوړیدو له ستونزو سره مخامخ دي.