غزني ولایت کښې خبریالان او رسنۍ نامناسبت حالت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109366-غزني_ولایت_کښې_خبریالان_او_رسنۍ_نامناسبت_حالت_لري
اوا خبري اژانس د افغانستان د غزني ولایت په ځینو رسنیو د طالبانو کنټرول او د نوموړو رسنیو بندیدا د د غه سیمې د رسنیو د کارکونکو لپاره سخت شرایط رامینځته کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2021 01:20 Asia/Kabul
  • غزني ولایت کښې  خبریالان او رسنۍ نامناسبت حالت لري

اوا خبري اژانس د افغانستان د غزني ولایت په ځینو رسنیو د طالبانو کنټرول او د نوموړو رسنیو بندیدا د د غه سیمې د رسنیو د کارکونکو لپاره سخت شرایط رامینځته کړي دي .

په افغانستان باندې د طالبانو له کنټرول راهسې د ټولنې په وده او د خلکو د مشکلاتو په منعکس کولو کښې د رسنیو له رول سره سره ځینې رسنۍ تړل شوي او دغه موضوع په سیمه کښې د رسنیو خاوندان او کارکونکي بې روزګاره کړي دي .

په همدې ارتباط د افغانستان په غزني ولایت کښې د سعادت خصوصی ټیلي ويژن یوه (۱) چارواکي وویل د دغه ټیلي ويژن له دیني محتوا  سره سره  د ځینو رسینو فعالیتونه بند کړی شوي دي او دغه چارې د غزني ولایت په مسائیلو او مشکلاتو باندې غور کولو باندې ناوړه اغیز شیندلی دی .

په عین حال کښې په غزني ولایت کښې د طالبانو د اسلامي امارات د اطلاعاتو او د کلتور  مشر حبیب اله مجاهد وویل مونږ د رسنیو د کار د دوام پلوي یوو او د رسنیو ملاتړ کوو .