د غزني دریو سویو کورنیو ته بریښنا ورکړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109398-د_غزني_دریو_سویو_کورنیو_ته_بریښنا_ورکړې_شوه
په غزني کښې د څه دپاسه (۳،۰۰۰،۰۰۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۳۰۰) کورنیولپاره بریښنا تامین شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2021 10:48 Asia/Kabul

په غزني کښې د څه دپاسه (۳،۰۰۰،۰۰۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۳۰۰) کورنیولپاره بریښنا تامین شوه.

له سیمې نه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د غزني ولایت د مرکز اړوند په ( ارباب) کلي کې د یاد ولایت د بریښنا شرکت او د ځایي اوسیدونکو په مرسته د څه باندې (۳) میلیونه افغانیو په ارزښت دیوه ټرانسفارمر په لګولو سره (۳۰۰) کورنۍ د بریښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.

دغزني په بریښنا شرکت کې دطالبانو استازی مولوی صلاح الدین په یادې سیمې کې د ټراسفارمر د نصبولو او یاد کلي ته د بریښنا د ورکولو پر مهال موجود و او یوه لنډه وینا یې هم وکړه.

باید وویل شي چې ارباب سیمه د غزني ښار شمال لویدیځ لور ته پرته ده چې اوسیدونکي یې تر اوسه له بریښنا څخه بې برخې پاته وو.