په افغانانو باندې د امریکې د زور او زیاتی دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109454-په_افغانانو_باندې_د_امریکې_د_زور_او_زیاتی_دوام
د افغانستان په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت استازی وویل چي موږ په افغانستان کې له ناوړه بشري حالاتو خبر یو خو تر کومه چي زموږ شرطونه نه وي منل شوي د افغانستان شتمني نه خوشي کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • په افغانانو باندې د امریکې د زور او زیاتی دوام

د افغانستان په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت استازی وویل چي موږ په افغانستان کې له ناوړه بشري حالاتو خبر یو خو تر کومه چي زموږ شرطونه نه وي منل شوي د افغانستان شتمني نه خوشي کوو.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارود  وزارت استازي، ټوماس ویسټ رسنیو ته وویل : د افغانانو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو څخه خبر دي، خو تر کومه چي امریکا خپل شرطونه په افغانستان نه وي منلي د کنګل شوې شتمنۍ ازادول او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو امریکا هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل شي.