طالبانو د ځینو اسلامي هیوادونو د علماو د ملاتړ هرکلی وکړ
Dec 10, 2021 12:12 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د موقته حکومت خارجه وزارت د خپل هیواد له خلکو د ځینو اسلامي هیوادونو د علماو د ملاتړ هرکلی وکړ .
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن د افغانستان له خلکو سره د ملګرتیا او د مرستې لپاره د یویشتو (۲۱) اسلامي هیوادونو د علماو د ګډې اعلامیې د هرکلي په ترڅ کښې وویل دغه اقدام د مسلمانانو د پیوستون په لور مهم ګام دی .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم نن وویل د عراق د لبنان د ترکیې د یمن د لیبیا د فلسطین او د یوشمیر نورو هیوادونو په شمول د نړۍ د یویشتو (۲۱) هیوادونو علماو د افغانستان له اوسني حکومت او خلکو سره د مرستې غوښتنه کړي ده .
مسلمانو علماو دغه راز د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو په کنګل کیدا نیوکه وکړه .
ټیګونه