له افغانستان سره د نړيوال بېنک مرسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109528-له_افغانستان_سره_د_نړيوال_بېنک_مرسته
نړيوال بېنک د افغانستان له اقتصادي دړې وړې کېدو څخه د مخنيوي لپاره له افغانستان سره د مرستې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 11, 2021 12:00 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د نړيوال بېنک مرسته

نړيوال بېنک د افغانستان له اقتصادي دړې وړې کېدو څخه د مخنيوي لپاره له افغانستان سره د مرستې خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نړيوال بېنک د افغانستان د خلقو په معيشتي حالت د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: دغې ادارې د افغانستان له قحطۍ او اقتصادي دړې وړې کېدو څخه د مخنيوي لپاره افغانستان ته له دوه سوه اتيا ميلين ډالرو مرستې ورکولو سره موافقت خبر کړےد ے..

افغانستان له سخت اقتصادي او انساني بحران سره مخامخ دےچې په اګست کښې د دغه هېواد تېر حکومت د نسکورېدو ، له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو د وتلو او اقتدار ته د طالبانو د رسېدلو له وخت نه دغه بحران سخت شوےدے.

ملګرو ملتو اعلان کړےدے چې تقريباً درويشت ميلين تنه د افغانستان د نفوسو د پينځه پنځوسو برابر دي له لوږې سره مخامخ دي.

په داسې حالاتو کښې د امريکې لخوا د افغانستان له نهو ميليارډو ډالرو زيات پانګې نيول شوې دي.