ننګرهار کښې د انسان تښتونکو خلاف کامیاب عملیات وشول
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې یو سړي تښتونکی ووژل شو او درې تنه نور ونیوی شول
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې یو سړي تښتونکی ووژل شو او درې تنه نور ونیوی شول
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي د ویندوي له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت د استخباراتو ادارې ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار د سهیل په مقام خان سیمه کښې عملیات تر سره کړي چې پکې د یو انسان تښتونکی له ځانګړو ځواکونو سره د وسله والې نښتې پر مهال وژل شوی او درې تنه نور له وسلو او پوځي تجهیزاتو سره نیول شوي دي.
په خبر پاڼه کښې راغلي چې دغو انسان تښتوونکو څه وخت وړاندې یو زرګر د جلال اباد له ښاره تښتولی و. خو په خبر پاڼه کې د تښتول شوي او دسړي تښتوونکو ددغې ډلګۍ د هویت په ا ړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو په واکمنۍ سره اټکل کیده چې د انسان تښتونې لړۍ به پای ومومي خو دانسان تښتونکو له لورې وروستیو پیښو ته په پام سره لا هم له دې پلوه د ولسي خلکو اندیښنې پر خپل خای پاتې دي.