ننګرهار ولایت کې اتیا داعش وسله وال طالبانو ته تسلیم شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109604-ننګرهار_ولایت_کې_اتیا_داعش_وسله_وال_طالبانو_ته_تسلیم_شول
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت د طالبانو د استخباراتو ریس ډاکتر محمد بشیر نن په یوه(1) خبري ناسته کې وویل د یو شمیر قومي مخورو او دیني عالمانو په غوښتنه اتیا تنه داعش وسله والو له مخالفته لاس واخیست او طالبانو ته تسلیم شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 12:44 Asia/Kabul
  • ننګرهار ولایت کې اتیا داعش وسله وال طالبانو ته تسلیم شول

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت د طالبانو د استخباراتو ریس ډاکتر محمد بشیر نن په یوه(1) خبري ناسته کې وویل د یو شمیر قومي مخورو او دیني عالمانو په غوښتنه اتیا تنه داعش وسله والو له مخالفته لاس واخیست او طالبانو ته تسلیم شول .

 که څه هم نوموړي تسلیم شوي داعش وسله وال وبلل خو د هغوې وسلې و مهمات رسنیو ته ونه ښودل شول.

د طالبانو د استخباراتو ریس وویل دغو داعشیانو ته د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخند د فرمان له مخې عفو شوي  خو ځینې ځانګړي شرایط ورته هم ایښودل شوي چې پر وینا یې که له دې شرایطو سرغړونه وکړي نو سخته سزا به ورکول شي په ورته مهال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو او شینوارو ولسوالیو څو تنو قومي مخورو په دې خبري ناسته کې وویل تسلیم شویو داعشیانو له دوې سره هم ژمنه کړې چې له دې وروسته به خپل عادي ژوند تیروي .

د دوې پر وینا د سرغړونې په صورت کې به یې دوې هم کورونه وسوزوي.

دغو داعشیانو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو او شینوارو په  ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف کړنې ترسره کولې.

 د طالبانو د استخباراتو د ریس له لورې د ورکولو شویو معلوماتو له مخې واک ته په دې ولایت کې د طالبانو تر رسیدو راهیسې ۴۵۰ تنه داعشیان دوې ته تسلیم شویدي .