طالبانو د مېرمنو د تصویر او ږغ په خپراوی بندیز ولګاوه
د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر رسنیو د تازه محدودیتونو لګېدو خبر ورکوي.
د دې کمېټې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دغه بندیزونه د افغانستان په تخار، بلخ، جوزجان او غور ولایتونو کې پر رسنیو لګول شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په دغو ولایتونو کې د رسنیو مسولینو ته ویل شوي چې په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې به د مېرمنو غږ او موسیقي نه خپرېږي او د داسې سریالونو خپرول دې منع کړي چې د مېرمنو څېرې پکې ښکاره شوې وي.
سرچینه زیاتوي، په بلخ ولایت کې هم ښځینه خبریالانو ته ویل شوي چې د هغوی ږغ دې په رسنیو کې نه خپرېږي او بشپړ ستر دې مراعات کړي.
همدارنګه په بادغیس ولایت کې په رسنیو کې د مېرمنو شتون منع شوی او اوسمهال په یاد ولایت کې هېڅ ښځینه خبریاله په رسنیو کې کار نه کوي.
که څه هم د طالبانو حکومت وایي، دوی په رسنیو کې د مېرمنو له شتون او فعالیت سره ستونزه نه لري، خو په ځینو ولایتونو کې اړوندو چارواکو د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي دي.
د کلید له راپور سره سم، په دې وروستیو کې سلګونه ښځینه او نارینه خبریالان یا له دندو ګوښه شوي او یا هم اړ شوي چې د محدودیتونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي.