غور ولایت کښې یوه ځايي راډیو بنده شوه
Dec 14, 2021 04:15 Asia/Kabul
د افغانستان په غور ولایت کښې یوې سیمه ایزې راډیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت اودرولی او کارکونکي یې بې روزګاره شول
د افغانستان په غور ولایت کښې یوې سیمه ایزې راډیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت اودرولی او کارکونکي یې بې روزګاره شول
په غور ولایت کښې د فیروز کوه په نامه راډیو مسئول مدیر نیت ا... امیني وايي: دې رسنۍ د مالي او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی دی.
هغه د رسنیو د فعالیت لپاره له نامساعدو مالي حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره، د رسنیو له ملاتړو ارګانونو وغوښتل چې د آزادو رسنیو د فعالیت لپاره د مناسبې زمینې د برابرولو کوشش کړي.
هغه وویل چې د فیروز کوه نومې دغه راډیو ټول کارکونکي بیکاره شوي دي.
ټیګونه