چین له افغانستان سره دانسان دوستۍ نوره مرستې هم وکړې
د چین سفیر دافغانستان له ثبات او خبلواکۍ دملاتړ په اعلانولو سره ووئيل، چین به په اقتصادي اړخ کې هم له دغه هیواد سره مرسته وکړ ي.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، دافغانستان به کابل کې د چین سفیر وانګ یو ،نن سهار په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د خلکو بد اقتصادی وضعّیت ته په اشارې سره له افغان ولس سره د مرستې د دوهمې جوپې ارزښت څوارلس میلیون ډالره اعلان کړ.
د چین سفیر دافغانستان له ثبات او خبلواکۍ دملاتړ په اعلانولو سره ووئيل، چین به په اقتصادي اړخ کې هم له دغه هیواد سره مرسته وکړ ي.
د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت سرپرست محمد ارسلاح خروټي ددغو مرستو د سپارل کیدا په دستورو کې په افغانستان داخل کې د یو میلیون درې لکه کسانو بې کوره کیدا ته په اشارې سره ټينګار وکړ ،کډه په سر شوي خلک د چین دمرستو دترلاسه کولو لپاره لومړیتوب لري .
دروان کال داګست په پنځلسمه نیټه قدرت ته د طالبانو له رسیدا وروسته او د امریکا په وسیله ددغه هیواد دشتمنیو په تړل کیدا پسې د افغانستان د حالاتو ترینګلتیا، ددغه هیواد دخلکو حالات له یوه جدی بحران سره مخامخ کړیدی . نړیوالو ټولنو او دانسان دوستۍ موسییسو په کرتو په افغانستان کې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب خبرداري ورکړي دي .